ایکناینوز راپور راکوي، ، دغه اسرائيلي رسانۍ وايي چې د ایران د توغندیو بریدونو نوی څپې چې نن سهار وختي ئې په درستو نیواکي ټاټوبو کې غورا جوړه کړې ،د تل ابیب او نیواکي قدس پشمول په زیاترو ښارونو او ښارګیو کې د خطرې ټلۍ کړنګول شوي دي.
د اسرائیلي رژیم پوځ د نیواکي ټاټوبو له درستو اوسېدونکو غوښتي چې فوري دې پټنځایونو ته ځانونه ورسوي او تر بلې اطلاع پورې دې نه راڅرګندیږي.
د اسرائیلي رژیم د ایمرجنسي خدمتونو څانګې په یوې خبرتیا کې وئيلي دي، د ایران د توغندیو بریدونوله پېژندلو وروسته پناه ځایونو ته د خلکو د تېښتې په نتیجې کې څو کسان ټپیان شوي دي.
عبري ژبو رسنیو ویلي، ایران په خپلو نویو او قدرتمنو توغندوی بریدونو کې یوازې یو توغندی د ازمیښت لپاره پرون توغولی چې هماغه یوه توغندي په میلیونونو خلک پناه ځایونو تهتښټې ته اړ کړل
https://iqna.ir/fa/news/4290235